واشنګټن 21 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان پاكستاني نژاد امريكائي تجارانو او سرمايه كارو ته په پاكستان كښې د سرمايه كارې كولو بلنه وركولو سره وئيلي دي چې بايد پاكستاني نژاد تجاران او سرمايه كار په پاكستان كښې د سرمايه كارې د ماحول نه استفاده وكړي۔ ده دا خبرې نامتو پاكستاني نژاد امريكائي تجارانو او سرمايه كارو سره د خپلو خبرو په مهال وكړې كومو چې ده سره ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې خارجه وزير شاه محمود قريشي٬ د وزيراعظم خاص مرستيا زلفي بخاري٬ د وزيراعظم سلاكار عبدالحفيظ شېخ٬ د وزيراعظم سلاكار عبدالرزاق داؤد او وفاقي وزير سيد علي حېدر زېدي هم موجود وو۔ ملاقات كوونكو تجارانو او سرمايه كارو په پاكستان كښې د امنيت صورتحال د بهترې ستائنه وكړه او په پاكستان كښې د سرمايه كارې په زياتولو كښې خوښي څرګنده كړه۔