اسلام آباد ۔ 21 مارچ (اے پی پی) د كورنيوچارو ٬ منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي نګران حكومت لپاره وزيراعظم مشاورت پېل كړې۔ د جمهوريت په ګټه به په غوره نامو اتفاق وكړې شي ۔ ای سی اېل كښې د شاملو 600 كسانو په اړه پرېكړه به كابينه كوي۔ د پاکستان او منځنۍ آسيا هېوادونو تاريخ او كلتور زيات مماثلت لري۔ آسيا د نړۍ معاشي مركز په توګه رامخې ته كېږي۔ د ترهګرۍ او ماحولياتي چېلنجونو مقابله په ګډه كېدې شي۔ نړۍ سوليزه جوړول دا وخت تر ټولو لوئے چېلنج دے۔ د پاک چین اقتصادی راهدارۍ به په منطقه د اوږدې مودې اثرات مرتب شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورؤ په ورځ د”پاکستان د مينځنې ختيز هېوادونو لپاره د موقعو خاروه” په سرخط راجوړ كړې سيمينار ته خطاب كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل نګران حكومت لپاره وزيراعظم مشاورت پېل كړې۔ د داسې غوره وګړو ټاكنه كول دي كوم چې سپېځلې ټاكنې باوري كړي۔ داسې كسان نه چې په سوب ئې د ټاكنو عمل خراب يا ځنډ سره مخ شي۔ ده ووئيل د چوهدري نثار علي د سياسي سباؤن پرېكړه به ګوند كوي۔ د ګوند چارې په ګوند كښې دننه حل كولې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل ای سی اېل كښې د 600 كسانو نامې كابينه ته لېږلې شوي ۔۔ احسن اقبال ووئيل د پاکستان او منځنۍ آسيا هېوادونو تاريخ او كلتور زيات مماثلت لري۔ ده ووئېل د پاكستان او منځنۍ آسيا هېوادونو ترمينځھ د مرستې پراخا موقعې شته۔۔د ترهګرۍ او ماحولياتي چېلنجونو مقابله په ګډه كېدې شي۔ نړۍ سوليزه جوړول دا وخت تر ټولو لوئے چېلنج دے۔ وفاقې وزير ووئيل په 21 مه پېړۍ كښې د سوئيلي آسيا خلق غريبۍ څخه خلاصې مومې۔ ده ووئيل آسيا د نړۍ د معاشي مركز په توګه رامخې ته كېږي او په جغرافيائي توګه پاكستان يو ځانګړې حېثيت لري۔ د پاکستان جغرافیائی حېثیت درې منطقې خپلو كښې يو ځائې كوي۔ده ووئېل د منطقې هېوادونو له به سياسي معاملو سره سره معيشت ته پام لرنه كول وي۔ ده ووئيل سی پېک معاشی پرمختګ لپاره يو مهم ګام دے